کاپیسا: امریکایانو د واده پر مراسمو چاپه وهلې،ګڼ شمیر ښځې او ماشومان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱)
راپورونه وایی چې امریکایانو تیره شپه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د “بدراب“سیمه کې پر یوه کور چې د واده مراسم په کې روان وو، چاپه وهلې او تر وروسته یې پر یاد کور بمباري کړې.

خبر زیاتوي، په دې شپنۍ چاپه کې  افغان ځواکونو هم د امریکایانو ملتیا کوله او د ګڼو ولسي خلکو د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې.
د سیمې خلک وایي ، امریکایي ځواکونو یوه کور باندې چې د واده مراسم په کې روان و، بمبار کړی، چې د ښځو اوماشومانو په شمول په کې ۹ کلیوال شهیدان شوي او ۳ نور ټپیان دي.
سرچینې زیاتوي، امریکایانو د افغان ملګرو په همکاري په سیمه کې خورا وحشت کړی او یواځې ولسي وګړي یې خپل هدف ګرځولي.
د سیمې خلک وایي، د واده مراسمو ته د دولت وسلوال مخالفین هم نه و، راغلي چې امریکایانو ته د دغه برید پلمه جوړه شوې وای.
طالبانو پیښه ستر بشر ضده جنایت یې بللی او د پیښې قربانیان یې ټول بیګناه ولسي خلک یاد کړي دي.
دولتي چارواکو او امریکایی سفارت تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی
دا په داسې حال کې ده چې امریکایانو د خپلو افغان همکارانو په ملتیا په تیره څو ورځو کې په ننګرهار ،پکتیا او یو شمیر نورو ولایتونو کې لسګونه ولسي خلک په لوی لاس وژلي ، خو  حکومت او امریکایانو یې په هکله له څه ویلو ډډه کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close