کاپیسا: د تیرې ورځې په بمبار کې د وژل شویو ملکیانو شمیر نږدې“شلو“تنو ته لوړ شو

خو د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري بیا ټول وژل شوي ښځې او ماشومان وسلوال طالبان بولي او په وینا یې چې د بهرنیانو په دغو بریدونو کې هیڅ ملکي کس نه دی په نښه شوی.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)

تیره ورځ د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امریکایی ځواکونو د افغان ملګرو په ملتیا د ولسي خلکو پر کورونو لومړی چاپه ووهله او بیا یې پرې سخته بمبارۍ کړې.
خبر زیاتوي، په دې شپنۍ چاپه کې افغان ځواکونو هم د امریکایانو ملتیا کوله او د ګڼو ولسي خلکو د کورونو دروازې یې ماتې کړې.

د مولوي محمد قابل په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي افغان اسلامي اژانس ته ویلي، دغه بمبارۍ د معلم امرالله په نامه د یوه کس پر کور شوې او د نوموړي د کور اتلس ۱۸ غړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي ، ځای پر ځای وژل شوي دي.
د نوموړی په خبره، د بمبارۍ پرمهال په سیمه کې هیڅ د دولت مخالف وسلوال شتون نه درلود او په لوی لاس ولسي خلک په کې په نښه شوي.

بلخوا بیا د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري بیا ټول وژل شوي ښځې او ماشومان وسلوال طالبان بولي او په وینا یې چې د بهرنیانو په دغو بریدونو کې هیڅ ملکي کس نه دی په نښه شوی.
طالبانو پیښه ستر بشر ضده جنایت یې بللی او د پیښې قربانیان یې ټول بیګناه ولسي خلک بللي.
دولتي چارواکو او امریکایی سفارت تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی
دا په داسې حال کې ده چې په تیره څو ورځو کې په ننګرهار ،پکتیا او یو شمیر نورو ولایتونو کې ۹۳ ولسي خلک په لوی لاس وژلي چې حکومت او امریکایانو یې په هکله له څه ویلو ډډه کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close