کاپیسا: د محلي پولیسو تر منځ شخړې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د محلي پولیسو (اربکیانو) د دو قوماندانانو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله اړولې.

ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي؛ د سنګر په نامه د محلي ملیشو یوه قومندان د اربکیانو د بلې ډلې د مشر وثیق الله پر کور برید کړی ، چې په پایله کې یې نوموړی قومندان وژل شوی او د کورنۍ دوې مېرمنې یې ټپیانې شو ې .

جمهور نیوز ته د کاپیسا ولایت د امنیت امر محمد حکیم عظیمي ویلي، نښته تېره ورځ (شنبه، ۲۳ سرطان) په تګاب ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د دوو قومندانانو، سنګر او وثیق الله، تر منځ رامنځته شوې ده.
.
عظیمي د نښتې رامنځته کېدو لامل د دواړو قومندانانو تر منځ ”پخوانۍ شخصي بدۍ“ بللې دي.

عظیمي وايي د پیښې په ارتباط يې یو تورن کس نیولی دی او پلټني ترې روانې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د اربکیانو په نوم سیمیزې ملیشې خپلمنځي نښتې کوي، تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته پیښې تر سره شوې چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.
خلک وایي، دا ډول پیښې زیاتره د جنایي کړنو پرمهال ترسره په ځانګړې توګه د (بچه بازي، لار شکولو نشیې توکو) او ورته نورو کړنو کې د ښکیلتیا او پر دې ډول قضیو کې د ککړتیا  له امله منځته راځي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close