کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ برید کې اووه کسان وژل شوي

کابل.کام – د لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۷:
د پاکستان د کراچۍ ښار په کلفټن سیمه کې د چین پر کونسلګرۍ د ډله ییز برید په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې، نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې درو بریدګرو د چین کونسلګرۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو د کونسلګرۍ ساتونکو راوګرځول او د بریدګرو او ساتونکو تر منځ د ډزو تبادله پیل شوه.
د کراچۍ د پولیسو مشر، امیر شیخ، ویلي چې بریدګر سیمې ته په یوه موټر کې راغلي وو او لږ وړاندې له موټره ښکته شوي وو. برید کوونکو لاسي بمونه هم وغورځولي او د پولیسو په وینا چاودېدونکي واسکټونه یې هم اغوستي وو، خو بریالي نه شول چې چاودنه ورکړي.
د امیر شیخ په خبره، په برید کې ۳ بریدګر، دوه پولیس او دوه نور ولسي وګړي وژل شوي دي.
د برید پړه بېلتون غوښتونکې بلوچ لایبرېشن آرمي پر غاړه اخیستې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي، ویلي چې د برید پر مهال په سفارت کې ۲۱ چینایان موجود وو، خو زیان نه دی ورته اوښتی.