کرزي،اتمر او عطانور د مسکو په ناسته کې د ګډون کولو پخلی وکړ

(ګابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۴)

په مسکو کې د افغان مدني ټولنې له خوا په جوړیدونکې غونډه کې چې ټاکل شوې د راتلونکې سه شنبې په ورځ د طالبانو او افغان سیاسي څیرو په ګډون سره جوړه شي،ټولو هغو څیرو په کې چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت نسبي مخالفین بلل کیږي،د ګډون کولو تابیا نیولې.

په هغه اعلامیه کې چې د یادو سیاسي شخصیتونو له خوا خپره شوې راغلي؛

“په دې غونډه کې د دوی د ګډون موخې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام ساتنه او تقویت، د پیاوړي ولسواک مرکزي حکومت ساتنه، له ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه، په سیمه ییزو او نړیوالو جګړو کې د افغانستان بې طرفي، د ملي یووالي پیاوړتیا، د ټولنیز عدالت تامین، د سولې برخه کې د خلیلزاد له هڅو ملاتړ، د سولې خبرو له پیل سره سم اوربند او داسې نور موضوعات دي. “

بلخوا حنیف اتمر په یوه اعلامیه کې پر حکومت ژغ کړی، چې د سولې بهير ته له تنګې حکومتي کړکۍ څخه ونه ګوري، بلکې د نظام او ملي بنسټونو د ساتنې او د سولې په برخه کې د سياسي قشر او ټول ملت نقش ته احترام وکړي.

په ورته وخت کې عطانور هم ویلي چې په یاده ناسته کې به د سولې په هکله خپل معقول پیشنهادات او وړاندیزونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړي او دغه راز به د خلیلزاد په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ وکړي.
کرزي هم په دې ناسته کې د ګډون پخلی کړی او دا یې د سولې د خبرو د پیل لپاره اغیزمنه لاره بللې.
بلخوا د سولې عالي شورا هیله ښوودلې چې دغه ناسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیزي.

د یادې شورا ویاند احسان الله طاهري وایي، په هر هغه غونډه کې چې د افغان جګړې پر ختمېدو بحث کېږي، د افغانستان په خیر ده او دوی تمه لري چې دا ناسته به ګټوره ثابته شي.
طالبانو هم په یاده ناسته کې د ګډون پریکړه کړې او ویل کیږي چې  د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي په مشرۍ به څو کسیز پلاوی په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه ناسته په مسکو کې د میشتو افغانانو د ټولنې له خوا جوړه شوې او د روسیې دولت په کې کوم رول نه لري.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، په یاده غونډه کې د روسیې د دولت هیڅ چارواکی او نه هم د نورو هیوادونو استازي برخه اخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close