کرزی: امریکا باید هر څومره ژر خپل نظامي عملیات ودروي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۲)

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې په هیواد کې د ملکي مرګ ژوبلې په وروستیو پیښو ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه ډول بریدونه یې ظالمانه او وحشیانه بللي دي.

کرزي د هلمند په سنګین او د کونړ په مروره ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوایي عملیات چې له امله یې ملکیانو ته پراخه مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلي دي.

د نوموړي له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، “دغه راز ظالمانه اعمال چې له یوې خوا هېوادوالو ته ځاني او مالي زیان اړوي، له بلې خوا د سولې له روانو مذاکراتو سره په تضاد او مخالفت کې دي په کلکه غندي”.
کرزي پر امریکایي چارواکو غږ کړی چې هر څومره ژر باید په هیواد کې خپل نظامي عملیات ودروي او د افغان ولسونو د بمبارولو پرځای دې د سولې د خبرو اترو لپاره لا زیاته هڅه او هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د افغان او امریکایي ځواکونو په عملیاتو او بمباریو کې په هلمند، غزني، کونړ، لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې لسګونو ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښتله.
اشرف غني له امریکا سره د شوي امنیتي تړون ترمخه په دغه ډول بریدونو د هیڅ ډول غبرګون حق ځانته نه ورکوي او نه یې هم تر اوسه دا ډول جسارت ښوودلی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close