غورځنګ
کرزی چې اصلاً د امریکا پر ټانکونو سپور افغانستان ته راغی د هغه ډيموکراټ عبدالحق ملګر او همسنګری و کوم چې طالبان لا له وخت څخه مخکې ختم کړ او د دغه له شر څخه افغانان وژغورل.
کرزی چې په افغانستان کې يې لومړی د امريکاتر چتر لاندې واکمني پيل کړه او اوس دا دی چې پر افغان دولت او طالبانو غږ کوي چې ګواکې پر افغان وژنه شرم وکړئ!
کرزی صاحب!!
د دغه دولت ډبره خو تا ايښې ده، دا دولت خو تا په پښو ودرولو، اوس نو که ظلم کوي، يا هم پر افغانانو باندې ستر ستر جنايات کوي، پړه به يې ستا پر غاړه نه وي؟؟ ته څه فکر کوې؟؟ چې افغانان به ستا او امریکا تر منځ افغان ضده دښمني هېره کړي؟؟
نه هېڅکله به يې هېره نه کړي بلکې افغانان هغه قوم او ملت دی چې نه د چا احسان هېروي او نه هم د چا جنايات هېروي.
بلکې پر زړه يې د ډبرې د نقش په څېر رسموي.
کرزی صاحب!!
هغه د کندهار د زنګاوات پېښه به دې په ياد وي او کنه! چې يوه امريکايي ملعون پکې شپاړس بې ګوناه تورسرې او بې ګناه ماشومان شهيدان کړل؟؟
بيا چې افغانانو درڅخه د محکمې غوښتنه وکړه نو تا په هغه پېښه کې څه وکړل؟؟ په کوم مورد کې دې د افغانانو مرسته وکړه؟؟
په هر صورت، دا خو به دې په ياد وي او کنه چې د اچکزيو د قوم هغه خيري او چرک دې د افغانستان په تر ټولو غيرتي خاوره (کندهار) حاکم کړل؟ او مشر دې ورته جنرال رازق وټاکه! او بيا دې هر اړخيز واک ورکړ، او په کندهار کې يې هغه لوبې وکړې چې د چنګېز تاريخ يې راتازه کړ!!
چې دا دی تقريباً څو هفتې وړاندې هغه د څلورو سوه کسانو هديره هم په ريګيستان کې راووتله کومه کې چې همدغه رازقي بې ګناه کندهاريان په شهادت رسولي وو او تر اوسه پورې يې کورنۍ راتګ ته په تمه دي!
هوکې کرزی صاحب!!
ته پخپله دوره کې تر اوسني غني زيات ظالم وې، ځکه کله چې امريکايانو په قطر کې طالبانو ته سياسي دفتر خلاصولو، نو اول شخص ته وې چې د دغه سیاسي دفتر مخالفت دې وکړ او ودې ويل چې د طالبانو سياسي دفتر ورته هېڅ د منلو وړ نه دی!
که چېرته تا هغه وخت دفتر منلی وای نو اوس به سوله شوې وای او هېڅ مشکل به نه وای. خو په دې باندې پوه شه چې که د اوسنۍ افغان وژنې ازار څه نا څه غني ته رسېږي نو تر نيمايي زيات تا ته رسېږي ځکه چې د دې ظلم بنياد تا ايښی.
هغه بله ورځ به دې د مرهون صاحب راپور په ياد وي چې د کندهاريانو په نوم يې مشخص له تا غوښتي و چې کوم خلک چې تا واک ته رسولي وو اوس يې ولې د ايل کولو وس نه لرې؟؟ او که يې د کنټرولولو وس نه لرې نو بيا يې پر کړنو ولې غلی يې؟؟
بيا مرهون وړاندې ليکي: د کندهار ولايت ته ولاړم نو په لاره کې يوه ښځينه راسره مخ شوه او چ کلک يې راته وويل چې زوی به مې راخلاصوې! او له تا يې غواړم! ځکه چې ته په تلوېزيونو کې ځلېږې! او اکثره وخت دې وينم!
نو کرزی صاحب دغه ظلمونه چې د کندهاريانو پر ولس تر سره کېږي، د چا له لاسه؟
کرزی صاحب!!
دا ظلمونه خو به منې چې ستا له لاسه دي؟؟
پر افغانستان باندې د شمال ټلوالې د لنډغرو واکمني خو هم ستا له زمانې څخه پيل شوه.
چې اوس يې هېڅوک هم د کنټرول وس نه لري.
نو کرزی صاحب پورتنۍ خبرې خو مشت نمونه يې خروار هم نه دي چې ما درته ولیکلې، بلکې په لکونو او زرګونو جنايات دي چې تا يې د امريکا په مرسته بنسټ او بنياد ايښی، نو عجيبه نه ده چې اوس ته هم د ظالم پر خلاف غږ اوچتوې؟؟
او بيا دا خو نو تر ټولو جالبه او عجيبه نه ده چې د هېواد اتلانو ته وايې چې پر ولس وژنه شرم وکړئ؟!