کرزی: د امريکايي ځواکونو بمبارۍ د نه بخښلو جنايتونه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې د بهرنیو ځواکونو الوتکې هوايي بريدونو کې ملکي خلک په نښه کوي، هغه ويلي، چې د امريکايانو ددغه بریدونو دوام به د خارجي نظامي حضور او افغان ځواکونو په خلاف د افغانانو کلک غبرګون او نفرت را وپاروي.

نوموړي په هېواد کې د امريکایي ځواکونو ړندې بمبارۍ غندلې دي او هغه يې د نه بښلو جنايتونه بللي دي.

ښاغلي کرزي په خپله مرکه کې ويلي: (امريکا بيا بيا داسې بريدونه کړي، چې لسگونو ولسي وگړو ته يې په کې مرگ ژوبله اړولې ده، چې مېرمنې او کوچنيان هم په کې وژل شوي دي.

کرزی وايي: (پنځلس کاله وشول، چې امريکا د افغانانو کلي او ښارونه بمباروي، خو دوی دې يو داسې بريد راوښيي، چې موږ يې له جگړې لري کړي يو او سولې ته يې نږدې کړي يو).

پخواني ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، په کندوز کې د امریکا برید دا ښکارندويي کوي چې امریکا د جګړې اوږدول غواړي او په وینا یې په دې توګه افغانان تر ډېرې اوږدې مودې له امریکا په خپلو زړونو کې کرکه ولري.

بايد وويل شي، چې څلور ورځې مخکې د پنجشنبې په شپه بهرنيو او داخلي عسکرو د کندز ښار په بزی کندهاري سیمه کي د چاپې او هوايي بریدونو په ترڅ کي تر ۱۰۰ زیات ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړل او تر ۵۰ پوري کورونه یې ویجاړ کړل.

همداراز له هغې څو ورځې مخکې يې امریکايي او افغان ځواکونو د اروزګان ولایت په دروېشان سیمه کي ۳۵ تنه ولسي وګړي د الوتکو په بمبارۍ کې په شهادت ورسول.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کېد بهرنيو ځواکونو بمبارۍ زیاتي شوي، چې له امله یې ورسره ملکي تلفات هم ورځ په ورځ زیاتیږي، خو د بهرنیانو له لوري د اړول شویو ملکي تلفاتو په وړاندي اوس نه دولتي چارواکي او نه هم رسنۍ غږ اوچتوي.

هيره دې نه وي، چې په هېواد کې د امريکايي او بهرنيو ځواکونو ړندې بمبارۍ د حامدکرزي د ولسمشرۍ په وخت کې پيل شوې، چې هغه مهال هم د امريکايانو په ړندو بمباريو کې زرګونه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close