کرزی صیب ناوخته دې کړه!

هېواد خوږیاڼی

د سولې خبرې ګرمې روانې دي. افغان، امریکايي، چینايي او پاکستاني چارواکي کله اسلام اباد او کله کابل ته روان وي. په رسنیو کې هم پرې ګرم بحثونه وي. ټول داسې فکر کوي، چې دا به د جګړې اخري شپه ــ ورځ وي او په سبا به سوله په ټول هېواد واکمنه شوي وي؛ خو نه، جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او وسله وال طالبان هره ورځ نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

همدا مهال په ننګرهار، هلمند، بغلان او کندوز کې ښه درنه جګړه روانه ده. هر لوری مقابل لوري ته د درنې مرګ ــ ژوبلې خبرونه ورکوي؛ خو نه جګړه کمیږي او نه د سولې څرک لګیږي.

پرون مخکني ولسمشر حامد کرزي د ایران فارس خبري اژانس سره مرکه کړې او د نوموړي نظر یې د سولې د موضوع په اړه پوښتلی دی. کرزي وړاندیز کړی، چې د سولې په بهیر کې دې ایران، روسیه او هندوستان هم شامل شي، تر څو د سولې خبرې موثرې شي او یوې پایلې ته سره ورسېږي.

ښاغلی کرزی صیب! تاسې په دیارلس کلنه واکمنۍ کې د سولې اړوند کوم داسې کار وکړ، چې هېواد دې له جګړې ژغورلی وای؟

تاسې په قطر کې د طالبانو دفتر بند نه کړ؟

تاسې طالبان په زوره جګړې کولو ته مجبوره نه کړل؟

تاسې د طالبانو پخوانی دښمن« رباني» د سولې شورا مشر نه کړ؟

ستاسې په وخت کې زندانونه د طالبانو په تور له بندیانو نه ډک نه وو؟

او تاسې په لوی لاس پښتون دغه حالت رانه وستو؟

که مو په هماغه اولو ورځو کې فکر کړای او سولې لاره مو خپله کړی وای، نو نن به ۱۲لکه افغانان نه وژل کېدل او به نه په لکونو اروپا ته تلل.

د سولې په خبرو کې د روسیې، ایران او هندوستان راګډول هېڅ معنی نه لري، ځکه یاد درې هېوادونه د طالبانو سره هېڅ ډول اړیکې نه لري. که چېرې طالبان راشي د ایران اوسنۍ ټولې پروژې پای ته رسېږي، د هند پروژې هم پای ته رسېږي او روس د شمالي ټلوالې د خفګان په خاطر هم د طالبانو سره راکړه ورکړه نه کوي.

د سولې خبرې به هلته سمه نتیجه ورکړي، تر څو افغان دولت طالبانو ته د سولې خبرو زمینه برابره نه کړي او په یو بل هېواد کې ورته جلا دفتر خلاص نه کړي.

نږدې دوه اوونۍ مخکې د پګواش غونډې ته افغان دولت خپل استازي ونه لېږل او د زیاتو د تګ مخنیوی یې هم کړی دی.

کرزی صاحب! اوس ستا د وړاندیزو وخت تېر دی او اوسنی دې هم ستا غوندې په چوکۍ مین دی، تر هغه وخته به دلته جګړه روانه وي، چې دده واکمنۍ وخت پای ته نه وي رسېدلی.

کرزي په دغه مرکه کې ویلي، که چېرې د افغانستان د سولې ستونزه کورنۍ وي، نو باید په داخل کې افغانان سره کېني او دغه ستونزه هواره کړي او که چېرې بهرني اړخونه لري، نو بیا د نړیوالو عسکرو مسوولیت دی، چې دغه ستونزه هواره کړي.

ښاغلی کرزی صاحب! په تېرو دیارلس کلونو کې هم پوه نه شوې، چې د افغانستان مسله کورنۍ ده او که بهرنۍ؟ طالبان افغانان دي او که له کومې بلې لویې وچې راغلي؟ او که طالبان امریکایانو پسې تللي وو او که امریکایان طالبانو پسې راغلل؟

دلته به وژنې وي، مرګ به وي، کډوالي به وي او دغه در په دري به تر هغه وخته روانه، چې وسله والو طالبانو ټول هېواد نه وي نیولی، نو بیا هغه وخت دې نه امریکا، نه اروپا او نه کوم بل هېواد په درد دوا کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close