کرزی صېب سر دې پرې خلاص کړه

آصف الله آصفي

د کفارو عبادتځایونه له فعلي او قولي شرک نه او هم له شرکي شکلونو، انځورونو او بتانو نه هیڅکله خالي نه وی، خدای تعالي د مسلمانانو په اوصافو او ځانګړتیاو کې یو صفت دا بیان کړی چې:

 (وَالَّذِينَ لا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَاماً) (الفرقان:72).

یعنی مسلمانان هغه چاته ویل کیږي چې د  الزور (شرک، باطل) ځایونو نه لیدنه نه کوي او کله چې د شرک او باطل پر ځایونو تیریږي نو په پوره عزت او چوپتیا سره بزرګوارانه تیریږي. او خپل خلک هم د دغو ځایونو له لیدنو او ننوتلو نه منع کوي.

نو د کفارو عبادت ځایونو ته آن د خوښئ او لیدنې په موخه ننوتل هم روا نه دی، ځکه دا ټول د خدای تعالي د (الزور) په جمله کې راځي، همدا راز الله تعالې فرمایی چې:

(فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ حُنَفَاءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ) (الحج: من الآية31)

د هغو ګندګیو نه چې بُتان دي ځانونه وساتئ، او له شرک او باطلو خبرو نه ځان وساتئ، د الله خواته مایل او پر هغه شرک نه کوونکي واوسئ.

د یو مسلمان کرکټر ضمیر هیڅکله دا نشي منلای چې یو داسې ځای ته دې ننوځي چې هلته د الله تعالی نافرماني صورت نیسي، د الله سره شرکي ویناوې او افعال ترسره کیږي، هلته د یوه باطل او له ځان نه جوړ شوي دین تر نوم لاندې بېدینه کارونه پر مخ بیول کیږي، د خدای تعالی لپاره پکی هیڅ هم نه وی.

هر څوک چې د کفارو او مشرکینو عبادت ځایونو ته ننوځي هغه دې په دې پوه شي چې هغه د خپل دین (اسلام) نه بیزاره شوی دی د هغه ضمیر مړ شوی دی، او د مشرکینو نه یې قلبا بیزاري نده اختیار کړې، بلکې له مشرکینو او د الله له دښمنانو سره په زړه کې اوس هم مینه لري او د خدای تعالی د ارشاداتو هیڅ پروا نه ساتي.

نه یې په رښتینې توګه د ابراهیم علیه السلام ملت او پیروۍ ته سر ټیټ کړي او نه یې د محمد رسول الله ص د امتي په حیث هغه کتاب ته تابع دي چې پر هغه نازل شوی، الله تعالی فرمایی:

 قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرءَآؤاْ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَداً حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ) (الممتحنة: من الآية4).

ای مسلمانانو! تاسې ته د ابراهیم علیه السلام او د هغو کسانو په اړه چې له هغه سره مسلمانان دي، باره کې یوه نیکه قدوه وجود لري چې باید تاسې یې پیروي وکړئ، کله چې هغوی خپل مشرک قوم ته وویل چې مونږ له تاسې نه بیزار یو او له هغه څه هم بیزار یو چې تاسې یې له الله پرته ورته عبادت کوئ، مونږ تاسې نه منو، او زمونږ او ستاسې تر مینځ دښمني او عداوت تر هغې اعلان دی چې څو پورې مو پر یو الله ایمان نه وي راوړی.

پر مسلمانانو واجب دی چې دې باره کې له خدایه وویریږي او د کفارو عبادت ځایونو ته له ننوتلو ډډه وکړي.

د مسلمان او کافر تر مینځ یوه ستره ځانګړتیا همدا ده چې مسلمان د کفارو او مشرکینو عبادت ځایونو ته له ننوتلو کرکه لري او د چا زړه چې له ایمانه خالي وي هغه ته بې تفاوته وي نو ځکه په جرأت سره ورننوځي.

کرزی صیب اوس به دې سر پرې خلاص شوی وی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close