کرزی: طالبان دې د امريکا پر ځای له حکومت سره خبرې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۰) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې طالبان دې د امريکا پر ځای له افغان حکومت سره مذاکرات او خبرې اترې وکړي.

نوموړي په خپله رسمي فسبوک پاڼه په يوه خپره کړې اعلاميه کې د حکومت له لوري طالبانو سره د سولې د کوښښونو او د مخامخ خبرو د وړانديز هرکلی کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي: (پخوانی جمهور رئیس همداراز د طالبانو له تحریک څخه غواړي چې د سولې مذاکراتو ته لبیک ووایي او د امریکا پر ځای د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښیني).

نوموړي په هېواد روانه جګړه د پرديو د ګټو جګړه بللې او په وينا يې دواړو خواوو ته يواځې افغانان د دغې جګړې قرباني کېږي.

نوموړي د سولې خبرو د پيل کېدو لپاره هيله څرګنده کړې او په ټولو افغانانو يې د يووالي او اتحاد غږ کړی.

بايد وويل شي، چې کرزي د خپلې دورې پر مهال په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو سره مخالفت کړی و خو اوس مهال وخت ناوخت د سولې او مذاکراتو خبرو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل پروسې په غونډه کې ولسمشر غني په يووخت له طالبانو غوښتنه وکړه چې بې قيده او شرطه دې له حکومت سره خبرې وکړي خو اساسي قانون دې ومني، خپلې وسلې دې په ځمکه کېږدي، ډزبندي دې وکړي او له بهرنيو وسله والو ډلو سره دې اړيکې پرې کړي.

خو طالبانو د کابل پروسې ناسته او د ملي يووالي حکومت د سولې اړوند شعارونه د دوی پرضد يوه دسيسه بللې او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي چې د (کابل دجریان په نامه غونډه او نورې ورته هڅې له اسلامي امارت څخه د تسلیمۍ غوښتنه کوي).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close