کرزی وايي، د امریکا د فحاش خونې بریدګر ته دې د افغان په سترګه نه کتل کیږي

کابل ټکی کام ۲۴غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل، چې د امریکا د فلوریډا ایالت د فحاش خونې بریدګر ته دې د افغاني په سترګه نه کتل کیږي، بلکې هغه په امریکا کې زېږېدلی وو، او امریکایی وو.

«عمر متین ته دې د افغان په نظر نه کتل کیږي، هغه په امریکا کې زېږېدلی وو، او امریکایی وو، او هلته یې زدکړې کړې وې، دا د مسلمان او نه مسلمان قضیه نه ده.»

حامد کرزي وویل، که عمر متین په افغانستان کې زېږېدلی وای، نو بیا کیسه بل ډول وه.

د یکشنبې په ګهیځ وختي د امریکا د فلوریډا ایالت پر یوه فحاش خونې باندې د یوه افغاني سرتیري عمر متین له لورې برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۵۰ کسان ووژل شول، او ۵۳ نور ټپيان شول.

دا برید په امریکا کې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې یوه ستره امنیتي او خونړۍ پېښه بلل شوې ده.

امریکایي ولسمشر اوباما هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی، او دا یې پر یو څو امریکایانو نه، بلکې په ټوله امریکا برید بللی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close