کرنې وزارت: تر راتلونکې یوې میاشتې به زر ټنه جلغوزي چین ته صادر شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۱)

د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وایي، چین ته یې د هوایی دهلیز له لارې د جلغوزیو صادرات پیل کړي او دا لړۍ په چټکۍ مخ پر وړاندې روانه ده.
دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تر اوسه یې د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه چين ته ٥٠٠ ټنه جلغوزي صادر کړي چې تر راتلونکې يوې مياشتې به دغه کچه زر ټنو ته لوړه شي.

جلغوزي

 

مسؤلین اټکل کوي چې ښایي تر راتلونکې یوې میاشتې به د څلویښتو ټنو په ارزښت جلغوزي د چبن هیواد ته صادر کړای شي.
د جلغوزیو د صادراتو لباره سږکال د لړم پر ۱۵ نیټه هوایي دهلیز پرانیستل شو چې په مټ یې د دغې وچې میوې د قاچاق مخه نیول شوې او افغانستان اوس په خپل نوم د جلغوزیو صادارت کوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close