کرنې وزارت: پاکستان ته د ۲۳۶ ميليون ډالرو په ارزښت انګور صادرېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۱)

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمي وايي، له هراته پاکستان ته د اووه زره پنځه سوه ټنه انګورو صادراتو لړۍ پيل شوې ده.

د رستمي په وينا، مخکې تر دې د هرات د انګورو صادراتو ته سمه زمينه نه وه برابره په خبره يې د يادو انګورو د صادرولو لړۍ د چمپ موسسې له خوا پيل شوې او تر هغې چې په دغه ولايت کې د انګورو حاصلات وي صادرات به يې هم روان وي.

نوموړی زياتوي، د دغه انګورو چې پاکستان ته صادرېږي ټول قيمت دوه سوه شپږ دېرش ميليون ډالره کېږي چې د باغ لرونکو اقتصادي به ورسره ښه شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې د پاکستان سربيره نورو هېوادونو ته هم د افغانستان د انګورو صادراتو لپاره زمينه برابره کړي.

هرات د بڼوالۍ په برخه کې یو مهم ولایت دی، چې هرکال ۱۲۰ زره ټنه انګور تولیدوي.

هر کال د کندهار ولايت څخه پاکستان ته د شپږ زره ټنه انګورو په شاوخوا کې انګور صادرېږي خو دا لومړی ځل دی چې د هرات ولايت څخه د دوه سوه شپږ دېرش ميليون ډالرو په ارزښت ګاونډي هېواد پاکستان ته د انګورو صادرات کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close