کرکټ: افغان ملي لوبډلې دوهمه تمريناتي لوبه هم وګټله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۷)

د کرکټ افغان ملي لوبډلې چې د مهال د هند په بنګلور ښار کې په تمريناتو بوخته ده، په دوهمه تمريناتي لوبه کې يې کرناټه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ ايليون لوبډلې وړمه ورځ هم د رويال چلېنجرز بنګلور لوبډله په شل اوريزو تمريني لوبه کې په ۲۸ منډو ماته کړې وه خو پرون يې يوځل بيا کرناټه لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

پرونۍ لوبه کې توپ وهنه د افغانستان ايليون لوبډلې پيل کړه چې په اووه څلوېښت اعشاريه درې اورونو کې يې دوه سوه اتلس منډې جوړې کړې او دوه سوه نولس منډو هدف يې وټاکه.

په دغه لوبه کې تر ټولو زياتې ۸۳ منډې نجيب ځدراڼ وکړې، ورپسې حشمت الله شهيدي ۳۴ او اصغر افغان ۲۸ منډې جوړې کړې.

د کرناټه لوبډلې په توپ وهنه کې په ۳۳ اور کې یوازې ۱۶۶ منډې جوړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل چې افغان لوبډلې ته يې د ۵۲منډو په توپير لوبه وبايلله.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال افغان ملي لوبډله د هند په دهرادون ښار کې په تمريناتو بوخته ده چې د تمريناتي لوبو د پایلو پر اساس به د ایرلينډ پر وړاندې د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټیسټ لوبې لپاره لوبډلې وټاکل شي.

د دهرادون لوبغالي په اړه معلومات:

د هندوستان هېواد د اتراکنډ ايالت په دهرادون ښار کې موقعيت لري.

د ۲۰۱۸کال په جون کې افغانستان په یاد لوبغالي کې د بنګله دېش پر وړاندې د نړيوال شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبلړۍ (سيريز) وکړ.

د ۲۵۰۰۰نندارچيانو د ناستې او ځآيښت وړتيا لري.

د ويشتنځآی له مرکز تر پولو، ۷۵ متره واټن لري.

په هندوستان کې د افغانستان ملي لوبډلې دويم کورنی لوبغالی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close