کرکټ بورډ د  “اسيا جام ايمرجنګ” سیالیو ته د لوبغاړو نوملړ خپور کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کميټې د “اسيا جام ايمرجنګ” سياليو لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور او ټاکل شوې چې لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کړي.

د غوراوي کميټې غړی اسدالله خان وايي، د دغه سياليو لپاره اتلس لوبغاړي غوره شوي چې څلور پکې د ملي لوبډلې لوبغاړي (نجیب ځدراڼ، احسان جنت، کریم جنت او ناصرجمال) هم شامل دي.

د خان په وينا، په يادو لوبغاړو کې نجيب الله ځدراڼ لوبډلمشر مشر ټاکل شوی او احسان جنت، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، ناصر جمال، دروېش رسولي، شاهد کمال، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، کریم جنت، ضیاء اکبر، فضل حق، وفادار مومند، ظاهرخان پکتین او قیس احمد پکې هم غړيتوب لري.

په ياده لوبډله کې ضياءالرحمن شريفي، بهير محبوب او وقار سلام خېل د احتياطي لوبغاړو په توګه شامل دي.

د افغانستان ایمرجنګ لوبډلې تر دې مخکې په کابل کې خپل تمریناتي کمپ ترسره کړ او دا مهال د هند په چینا ښار کې په بل تمریناتي کمپ بوخته ده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبې د روانې دسمبر میاشتې په شپږمه په دوه ګروپونو کې په سریلانکا او پاکستان هېوادونو کې پیل کېږي.

په الف ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، هندوستان او عمان؛ او ب ګروپ کې یې پاکستان، بنګله دېش، هانګ کانګ او متحده عربي امارات شامل دي چې افغانستان به د الف ګروپ په درې لوبو کې له هند، سريلانکا او عمان سره مخ کېږي.

افغانستان د یاد جام خپله لومړنۍ لوبه د روانې دسمبر میاشتې په اوومه نېټه د هندوستان پر وړاندې ترسره کوي.

د آسیا جام درویشت کلونو سیالۍ هر دوه کاله په لاره اچوول کېږي چې تر دې مخکې په ۲۰۱۳م او ۲۰۱۷م کلونو کې پکې افغانستان ګډون کړی او په دواړه واره يې هند ته ماتې ورکړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close