کرکټ بورډ د ایرلينډ سره سياليو لپاره لوبډلې اعلان کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳)

د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلينډ سره د شل اوريزو او يو ورځينيو سياليو لپاره دوه لوبډلې اعلان کړې.

د افغانستان د کرکټ بوډ د معلوماتو له مخې، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې اګست مياشتې له اته ويشتمې نيټې تر دېرشمې نېټې پورې د ايرلينډ سيالې لوبډلې سره لوبې ترسره کړي.

په دغه لوبو کې درې شل اوريزې او درې پنځوس اوريزې لوبې شاملې دي او د دواړو لوبډلو مشري به د اصغر ستانکزي په غاړه وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروزمنګل د يادو لوبډلو د اعلان پر وخت وويل، چې دواړو لوبډلو کې يې د وړتيا له مخې لوبغاړي غوره کړي او هيله يې څرګنده کړه چې په دغو لوبو کې به افغان لوبغاړي ښه وځلېږي.

نوموړي وويل، په ياد نوملړ کې ځوان او تکړه لوبغاړي حضرت الله ځاځی، وفادار مومند، سید احمد شېرزاد شاملېدو سربيره ميرويس اشرف هم بيرته راغلی.

د ایرلنډ پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره څوارلس کسیزه لوبډله: محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغر ستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک.

او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په شپاړلس کسیزه لوبډله: محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.

په دواړو لوبو کې اصغر ستانکزی لوبډلمشر او محمد شهزاد ويکټ کيپر دی.

د دغه لوبو کوربه توب ايرلينډ کوي او له دې جملې به شل اوریزې لوبې د اګست “په ۲۰ مه، ۲۲ مه او ۲۴ مه” نيټه او همدارنګه پنځوس اوریزې لوبې د اګست په “۲۷ مه، ۲۹ مه او ۳۱ ” نېټه ترسره کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close