کرکټ بورډ: په يوې مياشت کې دې ټول لوبغاړي له کور او کورنيو سره هېواد ته راستانه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۶) د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولينو د کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو غوښتي چې په يوې مياشت کې دې له کورونو او کورونيو سره هېواد ته ستانه شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل وايي: “که د چا کورنۍ بهر اوسي، یوه میاشت کې یې افغانستان ته ستنې نه کړي، تړون یې له کرېکټ بورډ سره له منځه ځي”.

د کرکټ بورډ سرچينې وايي، اوس مهال د ملي لوبډلې څلور او د الف لوبډلې د څو لوبغاړو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.

کرکټ بورډ په داسې حال کې له ملي لوبغاړو خپل هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کوي چې څه موده مخکې د ملي لوبډلې لوبغاړی شهزاد محمدي د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې په يوه کلب کې په سيالۍ کې ګډون وکړ.

کرکټ بوډ وويل، چې شهزاد محمدي د کرکټ بورډ له اجازې پرته د بهرني هېواد په يوه کلب کې لوبه کړې وه چې له کبله يې نوموړی درې لکه افغانۍ نغدي جريمه کړ.

کرکټ بورډ ګواښ وکړ، چې نوموړي د نړيوالو قوانينو خلاف کار کړی او که راتلونکي کې دغه عمل تکرار کړي ښايي د لوبو له بنديزونو سره مخ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close