کرکټ: سکاټلند له افغانستان څخه د غوراوي سياليو لومړۍ لوبه وګټله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۳) نن د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ د ۲۰۱۹نړيوال جام د غوراوي سياليو لومړنۍ لوبه وه چې د سکاټلنډ په بريا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او د توپ اچونې پريکړه يې وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې سکاټلنډ ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه خو سکاټلنډ دغه هدف په اته څلوېښتم اور کې پوره او لوبه يې د اوو ويکټو په توپير وګټله.

په افغان منډه جوړونکو کې محمد نبي تر ټولو ډېرې ۹۲ او نجیب ځدراڼ ۶۷ منډې وکړې. شهزاد محمدي ۳۰، احسان صفر، رحمت شاه اووه، ناصر جمال ۱۵، شرف الدین اشرف شپږ، ګلبدین ۱۱، راشد او مجیب صفر وکړې.

د افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ له زمبابوې سره ده.

دا د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ دي چې له لسو لوبډلو دوه ګټونکې لوبډلې به يې نړیوال جام ته ځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close