کرکټ: کندز او بلخ کې د ۸ ولایتونو ترمنځ چلنج کپ سیالۍ پيلیږي

کابل ټکی کام فرید احمد
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړه چې د کندز او بلخ ولایتونو په عمومي لوبغالو کې به د ۸ ولایتونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شي، دغه سیالۍ چې د چلنج کپ ترنامه لاندې پيلږي د کلني مهالويش له مخې د آمازون ۸ لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزې سیالۍ وي، ټولې لوبډلې به په دوه ګروپونو ویشل کیږي، چې د روانې اپریل میاشتې په ۱۲ به د دویم ځل لپاره په امازون کې پیل شي.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وايې چې هڅه کوي ترڅو د بیلابیلو ولایتونو څخه غوره لوبغاړي په نښه کړي او د ملي لوبډلې لپاره پياوړي کسان پیدا کړي.
اجرائیوي رئيس شفیق الله ستانکزی وايي له دې لوبو سره به په یاد زون کې د کرکټ مینوال زیات شي او وبه کولای شو چې ځوانان د زده کړې ترڅنګ لوبو ته هم وهڅوو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close