کریموف: د افغانستان د سولې په خبرو کې باید روسیې ته هم ځای ورکړل شي

کابل ټکی کام فرید احمد
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف وايي چې د افغانستان د سولې په روانو خبرو کې دې روسیې ته هم ځای ورکړل شي.
پداسې حال کې چې ښاغلي کریموف په ماسکو کې له خپل روسیي سیال ویلادي میرپوتین سره ګډه ناسته درلوده وویل:
«مونږ باور لرو چې د روسیې له شمولیت څخه بغیر د افغانستان د لانجې د حل لپاره هڅې به بې فایدې دي. او څوک چې داسې فکر کوي، سم فکر نه کوي.»
د ازبکستان ولسمشر وویل چې له افغانستان څخه د بې ثباتۍ موضوع به ګاونډي هېوادونه هم له یوه واقعي جدي خطر سره مخ کړي.
کریموف دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې د افغان مسئلې د حل لپاره چین، پاکستان، امریکا او افغانستان پخپله په ګډه کار شروع کړی ده خو لا یې هم کومه مثبته نتیجه نده ورکړې.
اسلام کریموف دا هم وویل چې د شانګهای تړون باید د افغانستان په سیاسي او نظامي برخو کې دخیل نشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close