کریم امین: روانه اونۍ به د حزب اسلامي ۴۰۰ زندانيان له بنده ازاد شي

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۳) الماس خدرخیل

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ويلي، چې د روانۍ اوونۍ تر پایه به د حزب اسلامي ۴۰۰ زندانيان له بنده ازاد شي.

د ويسا ويبپاڼې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي غړي امين کريم له قوله راپور ورکړی، چې دغه زندانيان د حزب اسلامي او دولت تر منځ د هوکړې له مخې راخوشې کېږي، چې د دولت سره په بند کې دي.

نوموړي ويلي، چې د افغان حکومت په زندانونو کې د حزب اسلامي ۲۷۰۰ کسه بنديان دي، چې ۴۰۰ به يې په روانه اوونۍ کې له بنده ازاد شي.

د نوموړي په خبره پاتې نور زندانيان به په څو مرحلو کې له بنده ازاد شي.

بل پلو ځينو سرچينو ويلي، چې شايد په دغه زندانيانو کې په نورو جرمونو ککړ کسان هم راخوشې شي، خو حزب اسلامي ويلي، چې دوی به خپل لیستونه له سره وګوري او هر څه به په شفافه بڼه ترسره کړي.

هغه د طالب زندانیانو په اړه وویل، چې له حکومته یې غوښتي څو د سولې د زمینې د برابرولو لپاره ځينې طالب بندیان هم خوشي کړي.

 کریم زیاتوي، ښايي د همدې ۴۰۰ کسانو په ډله کې ځينې طالب وسله وال هم را خوشي شي.

د شنونکو په باور، د حکومت په زندانونو کې بند طالب زندانيان او د نورو وسلوالو ډلو د بنديانو ازادول د سولې هڅو کې مهم رول لوبولی شي.

بايد وويل شي، چې وسلوالو طالبانو په ځلونود ملي اردو او د دولت اړوند تسليم شوي عسکر په ډله ييزه توګه په ضمانتونو له خپلو زندانونو بې له کومې معاوضې ازاد کړي او خپلو کورنيو ته يې سهي سلامت سپارلي دي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د توافقنامې د پلي کولو اجرائیوي ګډه کمېټه وایې چې د حزب اسلامي د څلور سوه بندیانو لیست د څېړلو لپاره عدلي او قضایې ارګانونو ته استول شوی دی.

د دغې کمېټې رئیس اکرم خپلواک نن ازادي راډيو ته وویل چې له څېړنو وروسته به دغه لیست ولسمشر غني ته واستول شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close