کسې که نان میدهد فرمان میدهد

سرلیکنه

څو ورځې وړاندې د طالبانو استازي شیرمحمد عباس ستانکزي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې له سولې وروسته به موجوده امنیتي ځواکونه منحلول کیږي، پدې سره ډیری خلکو په جذباتي او احساساتي ډول عکس العملونه وښودل، چا داسې وانګیرله چې ګوندې د پخوا په څیر به یو ځل بیا د امنیت خلا رامینځته شي او چا داسې فکر وکړ چې ګوندې دا د امنیتي ځواکونو پر خلاف یوه دسیسه ده او چا بیا داسې وویل چې ګوندې دا د پاکستان په خوله خبرې کول دي.

خو که لږ حقیقت ته هم راشو او فکر وکړو چې آیا د افغانستان په تاریخ کې افغانستان توانیدلی دی چې په دومره شمیر ډول ډول امنیتي ځواکونو ته بودیجه برابره کړای شي؟ آیا ټول عمر حکومتونو په جبري توګه، بې معاشه او د ژوند په سختو شرایطو کې پر خلکو عسکري نده کړې؟ آیا هغه حکومتونه ظالمان و او که نه بودیجه یې نه درلوده؟ معلومه خبره ده چې افغانستان دومره مالي ځواک او پانګه نلري چې یو ډول امنیتي ځواک هم په دومره پیمانه وساتلای شي پاتې خو لا شل قسمه امنیتي ځواکونه شول.

تاسې پخپله فکر وکړئ چې ملي اردو، ملي امنیت، ملي پولیس، سیمه ایز پولیس، صفر یک قطعه، چټک غبرګون قطعه، د ځانګړیو ځواکونو قطعه، صفر دو قطعه، سرحدي پولیس، او دا ډول ډیری نور امنیتي ارګانونه ټول د امریکا په نوښت فکر او جوړ شوي او د امریکا په ډالرو پاییږي نو حتمي ده چې (کسی که نان میدهد فرمان دهد) نو هره قومانده چې د امریکایانو لخوا ورکول کیږي بې له درنګه به یې عملي کوي که هغه د خپل پلار او خپل ورور وژل هم وي، او که فرضا داسې ونکړي نو په همغه ورځ به په کور ناست وي.

دا جوته خبره ده چې یاد ټول امنیتي ځواکونه امریکا د خپلو ګټو او د افغانانو د وژلو لپاره جوړ کړي نه د افغانستان او افغانانو د ګټو او ساتنې په موخه.

دغو ټولو ډول ډول ځواکونو ته نا ممکنه ده چې د افغانستان حکومت بودیجه او لګښتونه ورسولای شي او که څوک وایی چې امریکا به یې ورکوي نو ټولو ته جوته ده چې ټرمپ خپل ځواکونه د همدې لپاره له افغانستان نه باسي چې ملا یې نوره مالي لګښتونو ورماته کړې او په بار بار یې ویلي، چی نشي کولای نور په افغانستان کې بیهوده لګښتونه وکړي او دا یې هم وویل چې ددې پر ځای ولې خپل هیواد امریکا کې لګښتونه نه کوي او ولې د دې پر ځای د مکسیکو او امریکا تر مینځ دیوال نه رغاوي او داسې نور.

اوس دوه خبرې دي:

لومړی دا چې: فرضا که امریکا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته په خپلو لګښتونو ورکولو سره دوام ورکوي نو معلومه خبره ده چې دا امنیتي ځواکونه بیا د افغانانو له قوماندې وتلي ځواکونه دي او د افغانانو او افغانستان په خدمت کې نه بلکې د امریکا د ګټو په خدمت کې به وي ځکه (کسې که نان میدهد فرمان میدهد) نو کوم د ضمیر خاوند به دا ډول ځواکونه په خپل هیواد کې وزغملای شي نو حتمي ده چې باید منحل کړای شي او له مینځه یوړل شي.

دوهم دا چې: که فرضا امریکا خپل لګښتونه زمونږ پر دې امنیتي ځواکونو بند کړي نو بیا خو ستانکزي صیب ته اړتیا نه پیدا کیږي چې منحل یې کړي ځکه چې دا بیا پخپله منحل کیږي او مري او ټول به خپلو کورونو ته تښتي او د خپلو کورنیو لپاره به د یوې لقمې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره پر کوم بل کار مصروفیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close