کشمير:  هندي ځواکونو په بهمبر سرحدي پوله ۷ پاکستاني پوځيان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۴) الماس خدرخېل

د پاکستان پوځ وايي، د هندي ځواکونو په ډزو کې د دغه هېواد اووه پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې (آی اس پي آر) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هندي پوځيانو د دوشنبې په شپه د کشمير په سرحدي بهمبر سيمه کې پر پوستو ډزې کړي، چې له امله يې ۷ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

یاده خبرپاڼه کاګي، چې پاکستاني ځواکونو د هندي پوځيانو د ډزو ځواب ورکړی او د هغوی پوستې يې په نښه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چار وزرات په خپل ټوېټر کې د هندي ځواکونو د دې “بې دلیله ډزو” غندنه کړې.

د پاکستان چارواکي وايي، هند د روان کال له پيل راهيسې تر دې دمه په سرحدي پوله کې له اوربند ۱۷۸ ځلې سرغړونه کړې، چې له امله یې ۱۹ وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي و، که د هند له خوا په کنټرول کرښه د اوربند دا خلاف ورزي روانه وي، نو غاښ ماتونکی ځواب به ور کړي.

د پاکستان او هند د دواړو هېوادونو ترمنځ په کنټرول کرښه یواځې نښتې نه کېږي، بلکې له څه مودې راهیسې د یو بل ډېپلوماټان د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې هم باسي.

د دواړو هېوادونو اړيکې وروسته له هغې ترينګلې شوې، چې څه موده وړاندې د هندي کشمير په (اوړي) سيمه کې د هندي پوځيانو پر کمپ وسلوال بريد وشو او ۱۸ تنه هندي پوځيان پکې ووژل شول.

د یادونې وړ ده، چې هندي چارواکو لا تر دې دمه پر کنټرول لاین له پاکستانیو ځواکونو سره د تازه نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close