کفار غواړي زموږ نوی نسل بې حیا کړي!

لیکوال : ډاکتر حنیف غزنوي

په ګران وطن افغانستان باندې انګریزانو مخکې هم څو ځله یرغل کړی؛ خو لله الحمد افغانانو په پوره میړانه غاښ ماتوونکی جواب ورکړی.
د انګریزانو د ماتې خوړلو په تاریخ کې د زیاتو غیورو افغانانو کارنامې ثبت دي، چې یو له هغو څخه ((غازي ادې )) وه، غازي ادې د کابل د چاردهي، قرغ غره، اسمایي غرو په جګړو کې د جنګي تکتیکونو، معقول پلان او نقشو او غازیانو ته د ښې لارښوونې په برکت خورا زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړل.
د قرغ په غره کې د غازي ادې په مشرۍ غازیانو پر دښمن بریالی برید تر سره کړ، د شیر پور دروازې او علي اباد ټول مهم ځایونه یې ونیول، دښمن یې په شیرپور کې محاصره کړ.
هغه غازیان چې مشري یې د غازي ادې پر غاړه وه، په بریالیتوب پر مخ روان و، کله چې شیر پور کلا ته ورنږدې شول، یو ناڅاپه د غازي ادې د تکبیر ملکوتي نعرې او احساساتي نعرې او راپارونکي شعارونه غلي شول، غازیان پر مخ ولاړل کلا یې فتحه کړه.
وروسته جوته شوه چی غازي ادې په همدې حساسو شیبو کې د نامرده دښمن په ګولۍ لګیدلی او د ژوند اخیري ارمان ته رسیدلی، چی اوس هم د دغې غیرتي قهرمانې مجاهدې میرمنې قبر د غره په لمن کې شتون لري.
له همدی امله په افغانستان باندې اوسني صلیبي یرغلګرو دا پتییلې، چې په عامه کچه افغانان بې غیرته کړي، نر او ښځه په فحشا، عریانۍ، اخلاقي فساد، زنا، شرابو او … باندې اخته کړي، چې د ننګ، غیرت، دین پالنې ناموس، یعنې د حیا، شهامت، میړانې او ازادۍ روحیه یې ورختمه کړي.
په ځانګړي توګه صلیبیانو د تعلیم په برخه کې دا پلانونه جوړ کړي، چې افغاني نسل په تعلیمي مراکزو کې داسې وروزي، چې په تمامه معنی بې دینه او بې حیا وي، حلال، حرام، روا، ناروا ورته بې توپیره وي، د زنا، شراب، عریانۍ او بې حیایۍ د حرمت احساس یې ورختم کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close