کله درد، کله خوښي، کله الهام وي

شاعر/نورګل «شفق»

لویو زړونو کې وړو ته احترام وي
د لمر سترګې هم په خپلو زرو پام وي *

چې مې لاس تر هغې ورسېد نو زر شوم
د بري په مقابل کې خو انعام وي

کند ذهني سړی پیرو کړي د احکامو
مداري ته خو یې خپل مارونه رام وي

که سباڼه* یې پخپله برخه وشي
تږي کس ته د منګي کودی هم جام وي

دا چې تا سره یوه ټنګه هم نه وي
او ټول ښار په یوه روپۍ باندې لېلام وي

مور مې شاوخوا ولاړه دیوالونه
پلار مې سر باندې ولاړ لکه د بام وي

زما شعر، زما د زړه خبرې بویه
کله درد، کله خوښي، کله الهام وي

خوله ور خپله ګناه په بې خولې بار کړي
د پردۍ ګناه شفق باندې الزام وي
شعرونه

* سباڼه Sabana په ځاځیواله لهجه کې قناعت ته وایي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close