کله چې خارجیان ووځي

جواد یاسر

دا ښکاره خبره ده چې افغانان د روان اوږده جنګ څخه ستړې شوې دي، هر افغان په یوه نه یوه ډؤل پکښې قرباني ورکړې ده. د یوه رښتیني امنیت، سوکالۍ او سولې په تمه دي. دا هم تر لمر سپینه ده چې خارجي ځواکونه د افغانستان څخه وزي یا نن/یا سبا، ځکه د دوئ د تزلزل حالت، د جنګي ستراتیژیو تېز بدلون او په خپلو کې سره ژور اختلافات او ناندرۍ د دې خبرې کره ثبوت دی.

خو ځینې افغانان اندېښمن دي چې د خارجیانو تر وتلو وروسته به څه پیښيږي، څنګه نظام به راځي، څوک به یي اداره کوي، د کورنیو جګړو بدرنګ تاریخ به تکرار شي او کنه، او …

د دوئ دا اندېښنې زه پر ځایه نه بولم او ډېر دلایل شته چې د خارجیانو تر وتلو وروسته موږ ته د نېکمرغۍ، سولې، امنیت او باثباتۍ زېری راکوي.

یوه اړخ ته که وګورو جنګ اصلا د افغانانو انتخاب نه، بلکي مجبوریت دی، جنګ پر افغانانو تپل شوی دی او عمده علت بهرنی اشغال او د خارجیانو شتون دی، جنګ ځپلې افغانان اوس د جګړې او تفاهم تر منځ د “تفاهم” اپشن اختیاروي. کله چې خارجیان وزي نو د افغانانو لپاره د جنګ پلمه/باعث ختم ده.

او بل اړخ ته که وګورو د طالبانو پخوانی او اوسنی سیاسي، جګړیز، فکري او ټولنیز حالت ژور توپیر سره لري، د کورنیو جګړو پر مهال چې طالبان راوپاڅېدل د طالبانو قیادت او رهبري فقط له کندهاره وه او هر مثبت او منفي امر یي له همدې ځایه اخیست، په سیاسي لحاظ یي تجربه نه لرل، د جګړې تکتیکونه یي نه وه زده او په فکري لحاظ د عصري علومو څخه بې برخي او تر نړۍ وروسته وه.

خو اوس طالبان د پخوا په توپیر بالکل بدل دي، سیاسي ډګر یي پیاوړی دی، د جنګ په تکتیکونو کې تر نړیوالو مخکي دي، په فکري روزنه سامبال او عصري علوم یي زده کړې دي او ښه پکښې ماهر دي. یوه شی چې طالبان پخوا او اوس پکښې متحد دي، عقیده، هوډ او د شریعت نفاذ دی.

بنا، چې طالبانو پخوا د کورنیو جګړو مخه ونیول او امنیت او عدالت یي تامین کړ نو اوس خو پوښتنه نه پیدا کیږي.

کورنۍ جګړې به څوک له چا سره کوي؟ اکمال او تمویل به یې څوک کوي؟ مرچلونه او سنګرونه به یې چیرې وي؟ د جنګ له وجې اوښتې تلفات او زخمیان به چیرته تداوي کیږي؟ او … په داسې حال کې چې د اشغال په شتون کې لا طالبان د هیواد په هر ګوټ کې پراخ نفوذ لري.

د خارجیانو تر وتلو وروسته به د ولس په خوښه او غوښتنه یو د عدل، انصاف، باثباته، اسلامي نظام جوړیږي، کار به اهل کار ته سپارل کیږي، په تدریج او احتیاط سره به د اشغال سره راغلې ناخوالې او فتنې شنډیږي او له منځه به ځي، د نړۍ سره به ډیپلوماتیکې سیاسي اړیکي جوړیږي او په هیواد کې به د بیا رغونې او ودانولو کارونه پیلیږي، د اسلامي اصولو مطابق به پوهنتونونه، مکتبونه او مدرسې جوړیږي او پراختیا به ورکول کیږي.

د هیواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close