”کلینک د طالبانو و“: هوايي ځواکونه فاریاب کې د ملکي وګړو د کلینک ویشتل نه مني

نن یکشنبه (۱ جولای) سهار شاوخوا ۱۰ بجې د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې پر یوه روغتیايي کلینک هوايي برید وشو، چې په پایله کې یې نامعلوم شمېر ملکي وګړي وژل شوي او  شاوخوا ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د هېواد په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي چې پر دې روغتیايي کلینک برید د هوايي ځواکونو MD-530 چورلکو کړی دی، خو ”ویشتل شوی کلینیک د طالبانو اړوند و او مرګ ژوبله یوازې طالبانو ته اوښتې ده.“

د  ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمد حنیف رضايي، امریکا غږ ته ویلي چې د برید پر مهال په کلینیک کې ۲۵ طالبان تر تداوي لاندې وو، چې څو تنه یې په برید کې ووژل شول.

د برید ټپیان - پژواک خبري اژانس
د برید ټپیان – پژواک خبري اژانس

حنیف زیاته کړې، ”دا کلینیک د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمه کې دی او مشخصا له طالبانو سره تړاو لري. په کلینیک کې ۲۵ ټپي طالبان تر درملنې لاندې وو چې پر کلینیک برید وشو. څو تنه طالبان وژل شوي هم دي.“

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند د ځايي وګړو خبره ردوي او ټینګار کوي چې کلینک له ملکي وګړو سره هیڅ تړاو نه درلود او هیڅ ملکي وګړي هلته نه تداوي کېده. ”دا کلینک خاص د طالبانو مربوط و او د طالبانو کسان پکې تداوي کېدل.“

محمد حنیف رضايي ویلي چې په برید کې ۲ پاکستاني ډاکټران هم وژل شوي دي.

بل خوا، د سیمې اوسېدونکو ویلي چې پر کلینک د بمبار قربانیان ولسي وګړي دي.

د فاریاب د ولایتي روغتون د عاجلې څانګې مشر، ډاکټر محبوب، امریکا غږ ته ویلي، ”۲ وژل شوي او ۱۰ ټپیان، چې ټول یې ملکي وګړي دي، د پیښې له ځایه د فاریاب ولایتي شفاخانې ته راوړل شوي دي.“

ښاغلی محبوب وايي، ”ټپیان، چې دوه نارینه، ۸ ښځې، درې له ۹ تر لسو کلونو ماشومې نجونې او پاتې یې سپین سرې ښځینه دي، د فاریاب له خواجه سبز پوش ولسوالۍ او د پښتونکوټ ولسوالۍ له خواجه ناموسی سیمې راوړل شوي دي.“

شاهین قول اردو لومړی ویلي و چې برید د طالبانو پر غونډه شوی دی.

طالبانو هم پر خپله وېبپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې برید پر ملکي کلینک شوی دی، ”چې په پایله کې یې  یو سپين ږیری سړی، یوه ښځه او ۲ ماشومان ځای پرځای شهیدان او ۴ تنه نور هېوادوال زخمیان شول.“

پر دې روغتیايي کلینیک هوایي برید داسې مهال ترسره کېږي چې هوايي ځواکونو له څو ورځو راهیسې د دې ولایت په لولاش، کوهستان، غورماچ او پښتونکوټ ولسوالیو کې هوايي بریدونه زیات کړي دي.

تېره ورځ هم په لولاش ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه شوي وو، چې له امله یې ۳ کورونه ویجاړ شوي وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close