کمال دمینې

غزل/طالب الهام

په خنداکې دې پټ حال دمینې پروت دی
خوستاسترګوکې جنجال دمینې پروت دی

په هجران کې دې صواب دی نورېې څه کړې
خووصال کې دې وبال دمینې پروت دی

زه که څومره دجنون کلا کړم ړنګه
خوستازړه ته یودېوال دمینې پروت دی

زه به تل ومه غلام دښکلو ښکلو
خودحسن ېې یوکال دمینې پروت دی

چل دمینې دبدرنګوبه هم زده وي
خوبیاښکلوکې کمال دمینې پروت دی

داچې جنګ دتوروسترګودې مشکل دی
نرۍ وروزوکې دې ډال دمینې پروت دی

منم ستړې کړاونه به پکې وي
خوجنت ته یوقتال دمینې پروت دی

خودپه زړه به مې تڼاکې ترې جوړیږي
خوپه ځنه ېې شین خال دمینې پروت دی

لاس نیوی دې کړي مشرک ېې فرض نکړې
خولاسونوکې دې فال دمینې پروت دی

که طالب الهام دشپوتیاروکې اوسي
خوپه زړه کې ېې مشال دمینې پروت دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close