کمپاين عسکرو يوځل بيا درې ملکي وګړي وژلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۸) تېره شپه د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې کمپاين عسکرو د عملیاتو پر مهال درې ملکي وګړي وژلي او څو تنه نور ولسي وګړي يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

ځايي خبري سرچينې وايي، د صبريو ولسوالۍ په ګلدار کلي کې د کمپاين عسکرو او امریکايي ځواکونو ګډ عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د دغه کلي د مدرسې استاد او ملاامام قاري ميرعباس لومړی له خپل کوره ويستلی او وروسته يې په ډزو سره وژلی دی.

دغه راز سرچینې زياتوي، دوم کس افضلي نوميږي چې څه موده مخکې له دوبۍ څخه راغلی و او درېيم تن چې کمپاین ځواکونو په ډزو سره وژلی دی اميرالله نوميږي او په کلي کې به يې ورځ مزدوري کوله.

د ګلدار کلي يو تن قومي مشر حاجي حسن وايي، د دغو درې تنو د وژل کېدو سربيره کمپاین ځواکونو څو تنه نور کليوال له ځان سره بنديان کړي هم دي.

نوموړی زياتوي، چې دغې کسانو له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړيکې نه لرلې او يواځې خپله زندګي يې کوله.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم د کمپيان ځواکونو د يادې ولسوالۍ په ليکړي کلي کې عمليات کړي و چې له دوبۍ څخه تازه راستون شوی مسافر عثمان يې وژلی و او د هغه کور يې ورسېځلی و.

کمپاين ځواکونه د امريکا ځانګړې مليشه ده چې د افغان دولت هيڅ ډول کنترول پرې نشته، د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې عمليات کوي او هيڅ ډول معلومات له افغان دولت او رسنيو سره نه شريکوي.

تر دې مخکې هم کمپيان ځواکونو په يادو ولایتونو کې ملکي وګړي د خپلو عملياتو هدف ګرځولي او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو په وروستيو کې داسې راپورونه هم ورکول شول چې دغه ځواکونه په ښار او ولسواليو کې په هدفي وژنو کې هم لاس لري او وخت ناوخت ځينې قومي مشران او مخور ترور کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close