کندز او ورته غمیزې او امریکایي داړه ماران

لیکوال : عبدالمجید جواد
آدم خورې امریکې او د هغې د متحدینو لخوا د افغانستان پر مظلوم ، غریب ،مؤمن او جهاد پاله اولس باندې ظلم او وحشت څه نوې خبره نه ده بلکې زمونږ پر پاک حریم د پلیتې امریکې د یرغل د اولې ورځې څخه تر ننه د دغو ځناور صفته داړه مارانو لخوا هره ورځ د بربریت نوې نوې غمیزې تر سترګو کیږي.آن زمونږ پر وطن له یرغل دمخه یې لا د دې اسلام پال،جهاد پال ،غیرت پال، او وطن پال اولس د زورونې او کړونې لپاره یې قسما قسم شیطاني نقشې او پروګرامونه جوړ کړي وو او تر ننه د دغو ټولو نقشو عملي کول يې پر افغانانو او پر دې مسلمه امت شروع کړي.د دوی پنجې نه صرف د مؤمنو افغانانو پر وینو سرې دي بلکې د نړۍ د هر ګوټ مسلمان ته یې د ظلم څرک وررسیدلی. د دوی پر بربریت او ظلمونو کتابونه ډکیږي. دوی د بشر دوستۍ په نوم د بشریت دومره توهین وکړ چې حتی د انساني کرامت لحاظ یې هم نه دی ساتلی. د روان عصر دغو کوچنیو دجالانو پر مسلمانانو دا دنیا تنګه کړې ده ، د توحید پر لارویانو یې دا دنیا جهنم ګرزولې .دوی که خپلو د بشر ضد لابراتوارونو کې د انساني سلامتیا خلاف کوم وایرسونه یا مهلک مرضونه جوړوي نو لومړنۍ تجربه او ازمیښت یې چې باید پر حیواناتو هم ونشي پر ساده او مظلومو افغانانو او د دنیا پر نورو مسلمانانو کوي،دوی که خپلو لابراتوارونو کې د هلاکونوکي زهري کیمیاوي اسلحې اختراع کوي نو د تجربې لومړني قربانیان یې یا خو د افغانستان غریب اولس وي او یا د عراق ، فلسطین او شام بې ګناه مسلمانان وي، دوی که د زوزنې، شکنجې او دتعذیب نوې نوې طریقې او نوي نوي زندانونه جوړ کړي نو لومړني هغه کسان چې پرې عملي يې کړي مسلمانان وي.د دوی دغه ټول وحشتونه او ظلمونه پر دوی ګواهي کوي چې باید بشر هم ورته ونه ویل شي، د دوی بربریت پر دوی حجت دی چې دوی تر حیواناتو هم بد تر دي، د ځنګله د حیواناتو شرف تر دوی ډیر دی ځکه چې خالق او مالک الله جل جلاله د دوی    په هکله فرمایلي دي ( اولئك كالانعام بل هم اضل  )                                                                            د کندز تازه د ظلم او بربریت نه ډکې پیښې یو ځل بیا  دا ثابته کړه چې  ځناور امریکایان  همیشه د  خپلو تلفاتو غچ له بې ګناه مسلمانانو څخه اخلي. د دوو مردارو امریکایانو په غچ کې د بې ګناه او بې طرفه غیر مسلح افرادو تر پنځوسو زیات کورونه د باراني بمبارۍ لاندې نیول دا ثابتوي چې دوی له هر مسلمان سره څومره کرکه او دښمني لري.د کندز د غمیزې غوندې مونږ بې شماره غمیزې لرو ،زمونږ پر جنازو او ودونو باندې د دوی بې دریغه بمباري مونږ نه ،نه ده هیره ،زمونږ د خوشحالیو او غمونو پر مناسباتو او مساجدو بمبارونه او زمونږ پر کورونو چاپې زمونږ پر زړونو نقش دي.مونږ به ان شاءالله د دغو ټولو ظلمونو او د بې ګناه شهیدانو کسات او انتقام له دغو ځناورو څخه اخلو.مونږ به دا انتقام له هغو ایمان پلورونکو وطن پلورونکو څخه هم اخلو چې د دوی تر شا او مخ ته ډال غوندې روان وي.او د پردي کافر انګریز بادار د خوشحالولو لپاره او د یو څو ډالرو لپاره یې د خپلو افغانانو وینې یا خو یې خپله توی کړي وي او یا یې د بادارانو ړندو طیارو او ړندو میزایلو ته یې د عامو مسلمانانو کورونه ورهدف کړي وي.مونږ به دا حساب له قاتلو امریکایانو او د دوی له متحدینو سره سره د هغو دین،وطن او ناموس پلورونکو سره هم کوو چې د کندز د بمبار په ورځ به یې هم ویلي وي چې ( طیاره های امریکایا صحیح بمباردمان نه میکنه).                                                                                        (حسبنا الله و نعم الوکیل ….  الله مولانا و لا مولا لهم.)

بیا مې پر اولس د غم څپه راغله
بیا یې پر کورونو طیاره راغله
دا کورونه کلی وو شیبه مخکې
اوس خو مو له پامه هدیره راغله
چیغې د یتیم وې له درد ‌ډک انځور
کور ته یې د پلار چې جنازه راغله
مړه دې شي او زهر دې هغوئ وخوري
دا پیښه يې پام کې چې وړه راغله
غرونو اسمانونو هم پرې وژړل
غم نه آن پر ځمکې زلزله راغله
هغوئ چې دا ګوري او بیا هم خاندي
هغوې نه (جواده) زما ګیله راغله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close