کندز: د طالبانو په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي- پنځه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۳) د کندز ولايت په امام صيب ولسوالۍ کې طالبانو په دوو امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امام صيب ولسوال محبوب الله سعيدي وايي، تېره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د جوی بيګم سيمه کې پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې پنځه پوليس وژل شوي- پنځه تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، په نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

طالبانو د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په دغو بريدونو کې د قومندان ذبيح په ګډون نهه محلي پوليس وژل شوي او د قومندان ستار په ګډون ديارلس تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، په جګړه کې يې له ليزري وسلو څخه کار اخيستی دی.

له معمول سره سم د ژمي په موسم کې د سړې هوا له کبله هر کال جګړه يو څه سړېده، خو سږني ژمي کې طالبانو د بهرنيو او دولتي ځواکونو پر ضد جګړه ګرمه ساتلې او وخت ناوخت له بېلابېلو د طالبانو له لوري د ځينو سيمو او پوستو د نيول کېدو راپورونه ورکول کېږي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close