کندز: طالب وسلوالو دښت ارچې او امام صاحب کې ۲۰ تنو افغان ځواکونو ته مرګ او ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام :سه شنبه ،لړم ۱۲ ،۹۴ ۱۳ل)

کندز ولایت دښت ارچي او امام صاحب ولسواليو کې د یوه اربکي قومندان په شمول ۲۰ تنه افغان سرتېري د طالبانو په بريدونو کې ووژل شول  .

له کندز  ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ويل شوي دي چې تېره ورځ ماښام د دښت ارچې ولسوالۍ په مختلفو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي چې په یاده نښته کې د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل کېده چې، په پایله کې يي ، ۱ رینجرموټر،۲ ټانګونه په بشړه توګه تخریب شول .

همدارنګه ۶تنه دولتي چارواکي قتل او ۱۰ تنه نور ټپیان شول .

طالبانو ويلي دي چې په یاده جګړه کې ددوي ملګري روغ رمټ پاتې دي کوم ځاني او مالي زیان نه لري .

دغه راز طالبانو په یو بل خبر کې ويلي دي چې، تېره ړرځ مازیګر مهال د یاد ولایت امام صاحب ولسوالۍ مرکز اړوند د قرغان تیپې په سیمه کې په پلي اربکیانو ددوي د ملګرو له لوري یو ناڅاپي بريد ترسره شو چې، د اربکیانو مشهور قومندان  ( عزیز خلقي)ووژل شو او نور اربکيان له سيمې نه په تېښته بريالي شول .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close