کندز چاردره ولسوالۍ کې پر طالبانو یوه لویه چاپه له ناکامۍ سره مخ شوه

کابل ټکی کام/ فرید احمد
بیگاه شپه دولس بجې کندز ولایت چهاردره ولسوالی دنهر صوفی او قریتیم په د دوو بیلو چاپو په ترڅ کې د طالبانو او د امنیتي ځواکونو تر منځ شدیده جګړه پيل شوه، جګړې چې دوه ساعت یې دوام پيدا کړ، امنیتي ځواکونو ته يې درانه تلفات ور واړول.
له سیمې څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې له جګړې سره سم دولتي ځواکونه تېښتې ته مجبور شول، چې په لاره د امنیتي ځواکونو ستر ټانګ ماین ووهلو او سپاره ټول عسکر پکې ووژل شول.

په سیمه کې د طالبانو قمندان زمونږ همکار ته ویلي دي چې په جګړه کې څه د پاسه شلو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د کابل ټکی کام همکار د پېښې له ځایه څخه د ویجاړ شوي ټانګ تصویر له مونږ سره شریک کړی دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close