کندز کې افغان عسکرو لس ملکي وګړي بندیان کړي

کابل ټکی کام ۲۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له کندز څخه خبري منابع وايي، چې افغان عسکرو د دغه ولایت د مرکز اړوند په کته خېلو سیمه کې ۱۰ ملکي وګړي له ځانه سره وړي دي.

خبرونه وايي، چې افغان عسکرو دغه لس ملکي وګړي د یوې شپنۍ چاپې په ترڅ کې نیولي دي.

له سیمې څخه خبرونه وايي، چې افغان عسکرو د کورونو سختې او ژورې تلاشۍ کړي، خلک یې ډبولي او په کور کې ورسره توکي یې لوټ کړي دي.

د یادولو ده، چې تېر کال د سلواغې په ۲۹مه نېټه د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ د تنګي سیمې په بازار کې د سوېډن مؤسسې له خوا په یوه جوړ شوي روغتون باندې چاپې، ۴ بستر مریضان وژلي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close