کندز کې امریکایي او افغاني عسکر د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندز ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د کندز ولایت دښت ارچي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د امام صاحب بندر سیمه کې امریکایي سپېشل فورس او افغاني عسکر د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي.
د طالبانو له لورې په خپره کړی شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د دوی د جنګیالیو او د امریکایي سپېشل فورس او افغاني عسکرو تر منځ سخته جګړه ونښته، چې له کبله یې ګڼو امریکایي او افغاني عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دوی له قوله چې د ۱۰تنو امریکایي سپېشل فورس عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پراته دي، خو مقابل لوری یې لا په وړلو نه دی توانېدلی.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوی یو جنګیالی هم د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close