کندهار:د طالبانو په برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۴)

راپورونه وایي چې ‏وسله والو طالبانو تیره شپه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په اروغ سیمه کي د پولیسو پر یوې پوستې حمله کړې او ګڼ پولیس یې وژلي.

ځایي چارواکي وایي، په دغه حمله کې ۱۲ تنه پولیس وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي او پوسته په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لویدلې.
طالبانو هم د پوستې د نیولو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یې ۱۴ تنه پولیس وژلي او د هغوی ۱۶ میله سپکه او درنه وسله  یې هم لاس ته ورغلې.

طالبانو دغه راز په پیښه کې د خپلو دو ملګرو د ټپي کیدو پخلی هم کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close