کندهار:د واده پر مراسمو بمبارۍ کې ۴ میرمنې وژل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۳)

له کندهار څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د معروف ولسوالۍ اړوند د خوګیاڼو په شارخیلو سیمه کې امریکایي ځواکونو د د واده د “ورا“پر موټرو هوایی برید کړی او ګڼو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق  وایي، برید بهرنیانو نه دی کړی او د افغان ځواکونو د چورلکو له خوا تر سره شوی دی.
د ده په وینا، په دې برید کې د ملکیانو تر څنګ وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښــتې .
خو سیمیز خلک وایی چې د پیښې پر مهال په سیمه کې هیڅ وسلوال مخالف وجود نه درلود او یواځې د ملکي خلکو د ورا موټر چې ناوې یې راوړه په نښه شوي.
ځایي سرچینې وایي؛ د هوایی بریدونو په ترڅ کې لومړی دوه موټر په نښه او له منځه وړل شوي، وروسته جیټ الوتکو په سیمه کې سخته بمباري کړې او ګڼ زیانونه یې اړولي.
وروستی معلومات ښیي چې په دې بمبارۍ۴ څلور میرمنې شهیدانې شوې او ۱۱ تنه ښځي اوماشومان ټپیان شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close