کندهار:ګډوځواکونو د واده پر مراسمو برید کړی، ۹ تنه یې شهیدان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۳)

له کندهار څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې امریکایانو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د واده پر مراسمو چاپه وهلې او بمبار یې کړی دی.

خبر زیاتوي، پیښه د یادې ولسوالۍ په “المش“ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د واده کورنۍ د میلمانو لپاره ماښام ته د میلمستیا تابیا نیوله.

سیمیزې سرچینې وایي، امریکایانو او د ملي اردو عسکرو د واده ټول ګډونوال له هوا او ځمکې څخه تر برید لاندې نیولي و ، چې په پایله کې یې نهه (۹) تنه واده ته راغلي میلمانه شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز ګډوځواکونو شپږ(۶) تنه کلیوال وګړي چې ځینې یې سیمې ته د مرزدورۍ لپاره ورغلي وو، له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.

ګډوځواکونو د سیمې خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي، چې لا یې بشپړ مالومات نه دي رسنیز شوي.

طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی خو د ګډحکومت چارواکو یې په هکله څه نه دي ویلي.
دا په تیرو څو ورځو کې شپږمه لویه پیښه شوه، چې امریکایي او افغان عسکر په کې ملکیانو ته په پراخه کچه مرګ ژوبله اړوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close