کندهار: انتخاباتو کمېسيون په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، چې د انتخاباتو کمېسیون د انتخاباتو په اړه په خپلو ژمنو کې پاتی راغلی دی.

دوی ادعا کوي چې د ټاکنو کمېسيون ژمنه کړې وه چې په ټاکنيزو مرکزونو کې به د شنبې ورځې له اوو بجو څخه انتخاباتي مرکزونه فعال او خلک به خپله رايه کاروي خو د ځايي اوسېدونکو او رسنيو په وينا نږدې نهه بجو پورې ډيری مرکزونه تړل شوي او په یوشمير سيمو کې انتخاباتي کارمندان هم شتون نه لري.

ويل کېږي، ټاکنې له خپل ټاکل شوي وخت دوه ساعته وروسته په ښار او ځينو مرکزونو کې پيل شوي خو لا هم ډیری مرکزونه بند پاتې دي.

په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې په چارواکو له وروستۍ چاودنې وروسته د يوې اوونۍ لپاره ځنډول شوې وې.

له دغه ولايت څخه (يوسل دولس) کسانو د پارلمان د يوولس څوکيو لپاره ځانونه انتخاب کړي دي.

د کندهار څخه ځينې سرچينې وايي، چې له دوه نيم ساعتونو په تېرېدو لا هم يو شمير انتخاباتي مرکزونه تړل شوي دي.

یو تن فسبوک کارن او د کندهار اوسېدونکی محمد شريفي، په خپله فسبوک پاڼه ليکلي، په عینو مینه کې د حامد کرزي او شاولي کرزي د خوښې ۷ کسو کاندید وکیلانو د انتخاباتو د کمېسون مسؤلینو ته پر هر نفر دوه دوه لکه ډالر ورکړي دي، ترڅو هغوی ته ئې نن شپه د بایومټریک ماشینان ورکړي، ترڅو هغوی ئې په کورو کي وکاروي او یوه دانه بایومیټریک ماشین بولدک ولسوالۍ ته هم وړل سوی دئ.

تيره ورځ د کندهار د انتخاباتو کمېسيون مشر نعمت الله وردګ وويل، چې د دغه ولايت په معروف، نیش او سپين بولدک ولسوالۍ کې ټاکنې نه کېږي.

خو ځايي سرچينې وايي، چې د يادو ولسواليو ترڅنګ په ښورابک، ريګستان، ميانشين او غورک ولسواليو کې ته هم انتخاباتي کارمندان نه دي تللي ځکه چې يادې ولسوالۍ په مکمله توګه د طالبانو تر حاکميت لاندې دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، کندهار ښارته ټولې غځیدلې لارې مجاهدینو د ترافیکوپر مخ تړلې دي او هيڅوک نه پريږدي چې د ټاکنو مرکزونو ته لاړ شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون کمشنر او وياند علي رضا روحاني وايي په کندهار کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لړ کې د شکایتونو د ثبت لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی دی.

د انتخاباتوشکاياتو کمېسيون د مسوولينو په وينا، د شنبې او یکشنبې د پارلماني ټاکنو پر مهال د ټاکنو اړوند له يوولس زره زيات شکايتونه رسېدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close