کندهار او زابل کې لسګونه افغان ځواکونه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۰)

راپورونه وایي چې د کندهار ولایت په شاولیکوټ او د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې (۴۴) افغان عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د کندهار ځایي چارواکي وایی ، طالبانو تیره شپه شاولیکوټ په تناوچه سیمه کې پر قرارګاه او پوستو بریدونه کړي چې یو شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خو طالبان ويلي، چې په برید کې یې ۱۵ عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان دي،طالبانو دیادې ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې هم د ۴ عسکرو د وژل کیدو ادعا کړې.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې طالبانو د زابل ولایت دشینکۍ ولسوالۍ اړوند سیمو کې دوه پوستې نیولې او نږدې (۳۰) امنیتي منسوبین یې وژلي.
خبر زیاتوي؛ د پوستو تر سقوط وروسته سیمې ته کومکي ځواکونه رسیدلي چې د طالبانو له کمین سره مخ او پرمختګ یې ډب شوې.
سرچینې وایي؛ د برید په پایله کې ۲۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
طالبانو ادعا کړې چې په دې برید کې یې ۱ ټوپ، ۱ هاوان، ۱ پیکا، ۱ هفتادو پنج، ۲۲ میله سپکه وسله، مهمات او نظامي توکي نیولي دي.

په ورته وخت کې طالبانو خبر ورکړی چې ‏د پراخو عملیاتو په لړ کې یې تیره شپه د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ مسعود سیمه کې  ۶ کلي چې ۳۰۰۰ کوره په کې آباد دي، د ملي اردو،  پولیسو او اربکیانو   له شتون څخه پاکه کړې او ټوله سیمه یې تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close