کندهار برید: د رازق تر څنګ والي ويسا او د امنيت رئيس هم وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۶)

نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د کندهار ولايت په مقام کې د يوه برید کوونکي له لوري د بهرنيو او افغان چارواکو په غونډه ډزې وشوې چې له کبله يې د دغه ولايت د امنيه قوماندان جنرال رازق د وژل کېدو تر څنګ يې ګڼو چارواکو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کندهار ولايت چارواکو په لومړيو کې د جنرال رازق وژل کېدل، د والي ويسا او د امنيت د رئيس ټپي کېدل منلي و.

خو تازه راپورونه ښيي، چې په دغه پېښه کې د جنرال رازق تر څنګ د کندهار والي زلمی ويسا او د ملي امنيت رئيس عبدالمؤمن حسین خېل هم وژل شوي دي.

په دغه غونډه کې د ناټو غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود چې له پېښې څو شيبې وروسته د قاطع ملاتړ ماموریت یوه ویاند ګرانټ نیلي وويل، چې په دغه برید کې د دوی دوه پوځيان ټپیان شوي خو جنرال مېلر ته زیان نه دی رسېدلی.

دا چې له دغه بريد شاوخوا څلور ساعته تيريږي، ځينو سرچينو ويلي چې په برید کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي او د مېلر د ټپي کېدو په اړه هم ځينې ناتاييد شوي راپورونه ورکول شوي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی، وياند يې قاري يوسف احمدي وايي بريد د دوی د يوه نفوذي ابودجانه له لوري شوی او هدف يې د ناټو عمومي قوماندان جنرال مېلر او جنرال رازق و زياتوي: نن ماسپښين د کندهار د والي په دفتر کې د سکاټ میلر او کندهار چارواکو په روانه غونډه نفوذي برید شوی،د کندهار وحشي قومندان جنرال عبدالرازق، والي زلمی ویسا، د استخباراتو رئیس او ګڼ امریکایي اوداخلي عسکرقتل، ډير نور ټپیان شوي.د برید هدف جنرال میلر او جنرال عبدالرازق و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close