د کندهار برید کې د ټپي شوي لوړپوړي امریکایي قومندان حالت ’نازک‘ ښودل شوی

کابل.کام – د تلې ۲۷مه، ۱۳۹۷:

ویل کیږي د تیرې ورځې د کندهار ولایت مقام ودانۍ په برید کې، د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت اړوند د افغانستان په سوېل کې د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشر امریکایی جنرال، جیفري سمیلي، هم په ډزو لګېدلی، او حالت یې نازک دی.

غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې په دې برید کې د دوی د اېتلاف درې غړي ټپیان شوي، خو د جنرال سمیلي په اړه یې لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د هېواد جنوب کې د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومنداني‘ په کندهار، زابل، دایکندي او روزګان ولایتونو کې د دولتي ځواکونو د روزنې، مشورې او کومک دنده پر غاړه لري.

د افغانستان په سوېل کې د 'روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ' مشر امریکایی جنرال، جیفري سمیلي،
د افغانستان په سوېل کې د ‘روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ’ مشر امریکایی جنرال، جیفري سمیلي

د یادونې وړ ده، تېره ورځ مازدیګر شاوخوا څلور بجې، د کندهار ولایت مقام ودانۍ کې، د طالبانو یوه نفوذي بریدګر، چې د کندهار والي د ساتونکي دنده یې درلوده، پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي جنرالانو د ټوپک شپېلۍ ورواړوله، چې په پایله کې یې درې بهرني وګړي ټپیان شول، او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دې ولایت د ملي امنیت رییس عبدالمؤمن پکې ووژل شول. په غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم موجود و، خو خوږ شوی نه دی. د کندهار د والي زلمي ویسا د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ذبیح الله (ګلبدین) ابودجانه په نوم د طالبانو نفوذي بریدګر هغه وخت ډزې پیل کړې کله چې کورنیو چارواکو جنرال سکاټ میلر او له هغه سره راغلي امریکايي نظامي چارواکي د هغوی تر چورلکې بدرګه کول.

دا برید په تېرو اوولسو کلونو کې د حیرانوونکو بریدونو له جملې ګڼل کیږي، چې په پایله کې یې د یوه ولایت د امنیتي ادارې مهم چارواکي ووژل شول.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د طالبانو سرسخت مخالف بلل کېده، او له دې سره سره پر بشري سرغړونو هم تورن و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close