کندهار: ترافيکي پېښه کې له لسو زيات کسان مړه شوي- شل ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۷)

د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ اړوند حوض مدد په سيمه کې د ۴۰۴بس او مازدا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند مرستيال عبدالبشير خاکسار وايي، د ټکر په پېښه کې دولس کسان مړه شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د خاکسار په وينا، وژل شوي ټول د ۴۰۴بس موټر مسافر دي.

خو يوې ځايي سرچينې په لومړنيو معلوماتو کې وويل: په دغه پېښه کې شپاړلس کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شل تنه نور ټپيان دي.

ډير کله د کندهار- کابل پر لويه لاره د ۳۰۳- ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټران ټکرونه کوي چې عام خلک يې د موټروانانو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی لوی لامل بولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close