کندهار: ترافيکې پېښه کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸)

د کندهار ولايت په تخته پل ولسوالۍ کې د موټرو د ترافیکې پېښې د رامنځته کېدو له کبله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښنه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې چې د ځايي اوسېدونکو په وينا له کبله يې پنځه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

خو ځينو نورو سرچينو ويلي، په پېښه کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپيان دي.

 د کندهار د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال عبدالبشير خاکسار وايي، پېښه د دوو فلډر موټرانو د ټکر کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

په هېواد کې ډير کله د موټرو د ټکر له کبله خلک ژوند له لاسه ورکوي چې د مسوولينو په وينا اساسي ستونزه يې د سړکونو خرابوالی او د نامسلکي موټروانانو بې احتیاطي ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close