کندهار: دولتي ځواکونو یوځل بیا په بندتیمور کې ولسي خلکوته درانده مالي اوځاني زیانونه اړولي

سیمیزې سرچینې وایي؛ په عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

راپورونه وایي چې افغان کمانډو ځواکونو د کندهار ولایت د میوند ولسوالي اړوند د بند تیمور په سیمه کې د بیا پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

تیره ورځ د کندهار د ولایت مقام مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي و، چې د بند تیمور په سیمه کې یې دبهرنیانو په هوایي او ځمکني ملاتړ عملیات پیل کړي چې تر اوسه یې ګڼ موټر سایکلان او نور مهمات سوځولي او ځینې یې هم نیولي دي.
سیمیزې سرچینې وایي؛ په عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي .
سرچینې زیاتوي؛ په دې عملیاتو کې د کلیوالو ۱۵ موټرسایکلان او یو موټر سوځول شوي او ۳۰ تنه ولسي خلک یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې بند تیمور کې یواځې د ولسي خلکو پرضد عملیات ترسره کیږي، میاشت وړاندې هم د ولسمشر په ځانګړي حکم په دې سیمه کې عملیات وشول چې پکې ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول.
څو اونۍ وړاندې؛ د بشري حقوقو د څار ادارې ویلي و؛ چې افغان ګډو ځواکونو به په یاده ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پرضد لوی جنایت کړی چې په وینایي افغان عسکرو به ملکیان له کور څخه یو، یو را ایستل او وژل به یې چې له کبله یې لسګونه تنه ولسي وګړي ووژل شول او ۳۸ نور یې بندیان کړي و.

بشرحقوقو هغه مهال ویلي ، چې د دې عملیاتو مشري د جنرال رازق نږدې قوماندان سلطان محمد کوله چې په سیمه کې په ګڼو بشر ضد جنایاتو کې ښکیل ده او د امریکایانو هوایي ملاتړ هم ورسره و.
د دې ادارې د آسیا د برخې مسؤلې پتریشیا ګوسمن، له افغان حکومت څخه غوښتي وو چې د بند تیمور پیښه په کامله بې طرفۍ سره وڅیړي او د ولسمشر غني د وینا هغې برخې ته یې هم اشاره کړې چې پر ولېسي خلکو دا برید یې غچ اخیستنه بللې وه او ویلي یې وو چې افغانان سل کاله وروسته هم خپل غچ اخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close