کندهار: دولت او طالبانو په غورک کې یو او بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۳ فریدافغان)

د کندهار ځایی چارواکي وایي چې طالبانو د دې ولایت په غورک ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني په خبره، طالبانو تیره شپه د غورک پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت مخ شول.
درانی زیاتوي، په ځوابي بریدونو کې یې ۲۷ وسلوال وژلي او یو شمیر ټپیان دی.
د نوموړي په وینا چې په دې برید کې یې ۲ امنیتي پولیس هم ټپیان دی.
بل پلو سیمیزې سرچینې وایي چې طالبانو به دې برید کې ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې او یوې پوستې هم سقوط کړی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې نیم ساعتیزه جګړه کې یې د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره یوه پوسته نیولې، ۱۱ عسکر یې وژلي او نورو د تیښتې لار خپله کړې.
د نوموړی په خبره، په دې برید کې یو هاموي ټانګ ،یوامریکایي دهشکه ، دوه امریکایي ثقیلان،۲کارمولي ټوپکونه، یودشپې دوربین،۱۵۰۰۰ مرمۍ اوګڼ نور مهمات په لاس ورغلي.
احمدي دخپل یوه ملګري د وژلو پخلی هم کړی دی

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close