کندهار: دوو نفوذي پولیسو خپل ۵ تنه ملګري وژلي

کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له کندهار ولایت څخه خپاره کړی شوي خبرونه وايي چې تېره شپه د ژړۍ ولسوالۍ په حاجي عبدالرووف سیمه کې د ماخستن د ډوډۍ پر مهال ۲ نفوذي پولیسو پخپله امنیتي پوسته کې پر مېشتو پولیسو حمله کړې ده چې خپل ۵ ملګري یې وژلي، او له ۶ تنو زیات نور یې ټپیان کړي دي.
خبر وايي چې یو نفوذي عسکر په دغه حمله کې وژل شوی، او دویم نفودي پولیس په تېښته بریالی شوی دی.
له بلې خوا یوې امنیتي باوري سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې یاد دوه تنه نفوذي پولیس د طالبانو له لورې اغاولي نومې امنیتي پوستې ته ور جذب کړی شوي وو، چې تېره شپه ماخستن یې یاده پېښه را منځته کړه
د دغې سرچینې له قوله چې یاده پوسته ۴ ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ په یاده سیمه کې ځای پر ځای شوې وه
له بلې خوا طالبانو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د دې پېښې مسئولیت منلی دی، او زیاته کړې یې ده چې د دوو نفوذي کسانو له لورې دا پېښه را منځته شوې ده چې په ترڅ کې یې ۱۵ تنه افغان پولیس وژل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close