کندهار: د امریکایي ځواکونو پر ټانګ زوروره چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)

له کندهار ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند د ‘پروژې‘ پر سړک د امریکایي ځواکونو پر ټانګ د ماین چاودنه شوې.
سیمیزې سرچینې وایي، پیښه تیرماښا رامنځته شوې چې په کې ټانګ په بشپړ ډول له منځه تللی او امریکایانو تر چاودنې وروسته سیمه د څو ساعتونو لپاره محاصره کړې وه.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په پیښه کې ګڼو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې څو ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې پر دوو امریکایي ټانګونو غبرګې چاودنې شوې وې چې دواړه تخریب شوي و.
امریکایي ځواکونه د خپلې پالیسي له مخې تر ډیره د ځواکونو او قرادادي ملیشو د تلفاتو ارقام نه ډاګیز کوي او هڅه یې داده چې له رسنیو د خپلو تلفاتو کره شمیر پټ وساتي؛ څو یې د ځواکونو پر مرال منفي اثر ونه ښندي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close