کندهار: د امنيه قومندان د ټاکلو پر سر اختلافات روان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳۰)

د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق له وژل کېدو وروسته د نوي امنيه قومندان پر سر اختلافات روان دي.

ځايي سرچينې وايي، چې د کندهار ځينې مشران او جنرال رازق ته وفاداران کسان غواړي چې د هغه ورور تادین د هغه ځای ناستی وټاکل شي خو بهرنيانو د هغه له ګمارنې سره مخالفت ښودلی او د کندهار امنيه قومندانۍ لپاره د مسلکي کس د ګمارلو غوښتنه کړې ده.

عبدالرازق ته نږدې کسانو په يوه غونډه کې وويل، دا چې جنرال رازق د اڅکزي قبيلې سره تړاو درلود نو د کندهار په امنيتي تشکيلاتو او اداره کې هم ډیری کسان د دغه قوم دي زياتوي که سمدستي تغیرات راوړل شي ښايي پر جګړه ژور اغيز وکړي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي، د جنرال رازق له وژل کېدو سره به د کندهار امنيت له ګواښ سره مخ کیدلی شي او ډیر تاوان به ورسيږي.

څو ورځې مخکې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د امنيت رئيس او څو نور چارواکي د طالبانو د يوه نفوذي په بريد کې ووژل شول او د والي ويسا په ګډون څو تنه امریکايان چې يو پکې د امريکا د پوځ لوړپوړی جنرال دی ټپيان شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close